د جمعي د ورځې مسائل icon

د جمعي د ورځې مسائل

★★★★★
★★★★★
(0.00/5)

1.0Free6 years ago

Download د جمعي د ورځې مسائل APK latest version Free for Android

Version 1.0
Update
Size 12.62 MB (13,236,213 bytes)
Developer other
Category Apps, Books & Reference
Package Name com.Hedayt.Juma.Smw
OS 2.1 and up

د جمعي د ورځې مسائل APPLICATION description

د جمعي د ورځې مسائل
د نبي علیه الصلاة والسلام څخه په بي شمیره رانقل شویو مبارکو احادیثو کي د جمعې د لمانځه د فرضیت او په پرېښودلو باندې يي د سختو ،سختو وعیدونو بیان په صریحو الفاظو سره موجود دي .
او د امت د ټولو علماؤ،صاحبه کرام دي او که تابیعین او که تب تابعین مجتهدینوامامانو،متقدمینو او متاخرینو په دې باندي اجماع ده چې د جمعې لمونځ فرض عین دی او فرضیت يې د نورو لمنځونو څخه محکم او قوي دی او منکر يې کافر او پرېښودونکی يې مرتکب د کبیره ګناه ،مجرم او فاسق دی.
په دغه ورځ کي د عبادت کولو کرامت الله جل جلاله امت محمدي ته ورکړیده او د دې ورځې په عبادت الله جل جلاله دلویو،لویو ثوابونو وعده کړیده او د ورځي ته الله جل جلاله ډیر خصوصیات ورکړدي .
اما حقیقت دا دی : چې دا ورځ په ټولو خلګو باندې تیریږي که هغه مؤمنان دي او که مشرکین ،یهود دي او که نصاری.
لکن جمعه د هغو خلګو لپاره ده چې په دا ورځ کي د جمعي لمونځ اداء کړي او په ورځ پورې تړلي وظائف تر سره کړي.
دا ځکه چې کوم مسلمان په دا ورځ کي د جمعې لمونځ اداء نه کړي او ددې ورځې قدر او احترام ونه پيژني نو بیا دا ورځ د ده او د یهودي لپاره یو شان ده بلکي د دغه مسلمان لپاره د عذاب او ګناه سبب ده
ډیره د افسوس خبره ده چې اوس هم ډیر مسلمانان وروڼه د دې ورځې د فوائدو او ګټو څخه محروم او بې برخي دي
بعضي يي جمعه نه پيژني ،بعضي يي بیا د جمعي لمونځ نه پيژني ،بعضي يي د جمعي د لمانځه فرضیت نه پیژني او بعضي يي د لمانځه شرائط او احکام نه پیژني، او بعضي يي د لمانځه شرائط او احکام نه پیژني.
دوئ ګمان کوي چې په اسلامي ملت کې د دې ورځي رخصتي د سیر،سیاحت،ښو خوراکونو،خوب ارام او د ټي وي ، وې سي ار د کتلو کرکیټ ،فوټبال او ولي بال او نورو لوبو او کروندي او د غرونو څخه د سوخت د لرګیو د راوړلو لپاره ده .
د عوامو څخه به څه ګیله ګوو! د بعضو هغو کسانو مو چې د علم او پوهي د عوي لري دا حال دی چې د جمعي د لمانځه په مورد د تساهل او تکاسل څخه کار اخلي .
او کوښښ کوي چې په کتابونو کي هغه جزیات او دلائل پیدا کړي چې د نړۍ په اکثره ځاینو کي د جمعي د لمانځه په نه جواز د لالت وکړي
بعضي يي وايي چې د جمعي د لمانځه د اداء کولو لپاره داسي اسلامي حاکم شرط دی چې شریعت يي بلفعل جاري کړی وي او بعضي بیا وايي چې په هغه اسلامي ملکونو کي چې د کفارو تر استلاء او غلبي لاندي دي هلته د جمعي لمونځ نه کیږي
او بعضي بیا ويي چې د جمعي لمونځ بغیر د هغه مصر نه چې فرعون يي حاکم وو بل ځای نه کیږي
او بعضي بیاوايي چې د جمعي د لمانځه د ادا کولو لپاره دومره لوی ښار شرط ده چې په یوه ورځ کي هلته د یوه اوښ بار سلايي ستني خرڅیږي
او بعضي بیا وايي چې په کوم ځای کي چې ډم،چمیار،نجار،قصاب وغیره نه وي هلته د جمعي لمونځ نه کیږي
اما حقیقت دادی چې د اسلام مبارک دین فقه حنفي د داقسم خبرو څخه بلکل پاک دي
په دي کي شک نشته چې د جمعي د لمانځه لپاره څه زیات شرائط شته
چې د هغوی تفصیل د فقهی په کتابونو کي موجود دی
د هغوئ په دقت سره کتل په کار دي او اصولو او فرويي ځان پوهول په کار دي وروسته بیا دا حکم کول چې دلته د جمعې لمونځ کیږي او دلته نه کیږي ممکن دي
د دې لپاره چې د امت مؤمنان او بلخصوص پښتانه وروڼه د دي ورځي څخه د فائدي او ګټي اخستلو څخه بي برخي نه شي او د دي ورځې د اهمیت خصوصیاتو عباداتو او بلخصوص د دې ورځې د لمانځه د فرضیت ،اهمیت شرائط او احکامو څخه ښه خبر شي
ما دا رساله په اسانه پښتو ژبه د خنیفي فقهي د اصولو مطابق ولیکله ددې رسالي ټول مسائل مي د مذهب د عمده کتابونو لکه ردامحتار،فتح القدریر،بحررایق،هدایه،حلبي کبیر،بدایع الصنایع،فتاوی دارالعلوم دیوبند،فتاوی فریدیه ،فتاوی رشیدیه او بعضي عمده تفاسیرو څخه راټول کړیدي او ددې رسالې اکثره مسائل مې د فتاوی دارالعلوم دیوبند فتاوی فریدیه د نظر مطابق لیکلي دي .

هیله ده په نشرولو کی يي راسره مرسته وکړئ
Telegram.me/HeayatApp
↓ Read more
د جمعي د ورځې مسائل screen 1 د جمعي د ورځې مسائل screen 2 د جمعي د ورځې مسائل screen 3 د جمعي د ورځې مسائل screen 4 د جمعي د ورځې مسائل screen 5 د جمعي د ورځې مسائل screen 6