د حضرت امام اعظم (رح) وصیتونه icon

د حضرت امام اعظم (رح) وصیتونه

★★★★★
★★★★★
(5.00/5)

1.0Free7 years ago

Download د حضرت امام اعظم (رح) وصیتونه APK latest version Free for Android

Version 1.0
Update
Size 9.83 MB (10,306,417 bytes)
Developer other
Category Apps, Books & Reference
Package Name com.Hedayat.Daimamsaabwasitun.SMW
OS 2.1 and up

د حضرت امام اعظم (رح) وصیتونه APPLICATION description

د حضرت امام اعظم (رح) وصیتونه

د حضرت امام اعظم (رح) وصیتونه چې ډیرڅه ورڅځه اخېستلای او زده کولای شئ په ډانلوډ کولو کې يې بیړه وکړئ

حضرت امام اعظم ابوحنيفه رحمة الله علیه په اتيا (۸۰) هـ . ق كال كي زېږېدلى او په يو سلو پنځوس (۱۵۰) هـ . قكال كي وفات سوى دى. د عراق د كوفې اوسېدونكى وو؛نوم يې نعمان يا عتيق، كنيه نوم يې ابو حنيفه (د حنيفې پلار وو، حنيفه دده لور وه) په اغلب ګمان په قوم تاجك وو، د پلار نوم يې ثابت دى، نيكه يې زوطىٰ نومېدى چي د كابل له اوسېدونكو څخه وو چي لمړى كافر وو بيا مسلمان سو. امام صاحب رحمة الله علیه يوزوى درلود چي حماد نومېدى او ډېر پياوړى عالم وو.

كوفه د امير المؤمنين حضرت عمر رضی الله عنه په امر د هجرت په اوولس (۱۷) هـ . ق كالآباده سوه چي ډېر مشهور صحابه رضی الله عنهم )تقريباً درې سوه (۳۰۰) تنه د بيعت الرضوانصحابه او تقريباً اويا (۷۰) تنه د بدر غازيان او هم د قرآن عظيم الشان اووه نوي (۹۷) تنه (حافظان( پكښي اوسېدل؛ حضرت عمر رضی الله عنه به ويل: په كوفه كي ډېر لوړ كسان موجود دي!

نژدې ټول اسلامي علوم لكه: صرف، نحو، لغت، معاني، فقه، د فقهي اصول او نور له كوفېڅخه را پورته سويدي.

امام اعظم رحمة الله علیه تابعي وو، ځكه د حضرت انس بن مالك رضی الله عنه په ګډون يې ځيني اصحاب لكه: عبدالله بن ابي اوفـٰى، عمرو بن حارث، عبدالله بن رئيس، ابو الطفيل، عامر بن واثله او نور اصحاب رضی الله عنهم يې ليدلي وو، چي د حافظ بن حجر عسقلاني رحمة الله علیه په وينا دغه د تابعيت منصب د بل عالم نه دى په برخه سوى كوم چي دده معاصر وو لكه:

په شام كي اوزاعي رحمة الله علیه، په كوفه كي سفيان ثوري رحمة الله علیه، په مدينه منوره كيامام مالك رحمة الله علیه، په مكه مكرمه كي مسلم بن خالد رحمة الله علیه او په مصر كي الليث بن سعد رحمة الله علیه. تبيض الصحيفة، صـ۶

↓ Read more
د حضرت امام اعظم (رح) وصیتونه screen 1 د حضرت امام اعظم (رح) وصیتونه screen 2 د حضرت امام اعظم (رح) وصیتونه screen 3 د حضرت امام اعظم (رح) وصیتونه screen 4 د حضرت امام اعظم (رح) وصیتونه screen 5