زما عقیده icon

زما عقیده

★★★★★
★★★★★
(5.00/5)

v1.0Free6 years ago

Download زما عقیده APK latest version Free for Android

Version v1.0
Update
Size 5.03 MB (5,273,192 bytes)
Developer other
Category Apps, Books & Reference
Package Name com.aqedaa.hedayat
OS 2.3.3 and up

زما عقیده APPLICATION description

د افغانستان د علماء کرامو عقيده
د افغانستان د علماء کرامو عقيده په نوم کتاب د انډوریډ موبایلو لپاره په خورا ښه ډيزاين او ترتیب جوړ شو.ګوګل سټور ته پورته شو د ستاسو د هریوه دموبایل په ګوګل سټور کي موجود ده ،ډیر کم وزنه او په داسي ترتیب جوړ شوی ده چې کاپي ورڅخه وکړئ او پرټولنیزو شبکو يي نشر کړئ!
زموږ ګران هيواد افغانستان هم يو له هغو اسلامي هيوادنو څخه دى چي، د اسلام لومړني جنګيالي ورته راغلي دي او د اسلام دين يې ورته راوړى او د دې هيواد خلک يې له دغه ستر نعمت څخه د الله جل جلاله په خاصه مرسته او پېرزوينه برخمن کړي دي. د افغانستان اوسېدونکو له اسلام راوړولو څخه وروسته هروخت او په ټينګه له اسلام څخه دفاع کړېده او ځانونه يې له دې لاري سره په محبت لرلو کي قرباني کړي دي. زموږ د هيواد اوسېدونکي له اسلام سره ټينګ اساس او مينه لري او د دې ادعا د ثبوت لپاره يې هم دغه يوه خبره بس ده چي په سل کي نه نوي ( ٩٩)سلنه يې مسلمانان دي او د هيواد په ټولو برخو کي د اسلام دښمنو کفارو کومي نښي نه تر سترګو کيږي چي يو کلي دي د کفارو په نامه دلته ثبت وي.که وي هم هغه په نه کي حساب دي.
په نړۍ کي ډېر لږ هيوادنه سته چي له داسي امتياز څخه دي برخمن وي چي، نه نوي ( ٩٩ ) سلنه خلک دي يې مسلمانان وي. د نړۍ پر مخ ډېر داسي مسلمان هيوادونه سته چي د مسلمانانو تر څنګ کافران هم په زياته پېمانه په کي اوسيږي.
يوه بله د الله جل جلاله د زيات حمد او شکر او د افغانانو لپاره د وياړ خبره داده چي ټول افغانان يوازي او يوازي د يوه واحد خداى جل جلاله پر وجود اقرار کوونکي دي او له جلي شرک نه په مطلق ډول ليري او بېزاره دي خو کله نا کله په ځينو مسائلو او عباداتو کي له ځينو هغو افغانانو څخه چي په ديني مسائلو کي ناپوه وي شرک خفي څرګندسي چي کله افغانان پوهـ کړل سي دا عمل به خپله بد او ناخوښه بولي. په داسي وخت کي ځينو کسانو ته چي له عامو مسلمانانوسره د عقائيدو او عباداتو په ځينوبرخو کي اختلاف لري موقع غنيمت ښکاره سي او د ځان ښووني او يا په دين کي د پوره علم نه لرلو له امله پر عامه مسلمانانو د مشرک الزام يا ټاپه ولګوي. په عقائدو يا عباداتو کي که څه هم د شرکي خفي عمل له عوامو خلکو څخه چي په دين باندي ناپو دي ښکاره سي دوى يې نسبت د دې امت و اکثر برخه علما‌‌ء کرامو ته کوي چي، اخير خبره د مسلمانانو تر منځ و ژورو اختلافاتو ته ورسيږي تر څو دا عمل د مسلمان امت لپاره تر مرګوني ګذار هم بد تمام سي ځکه چي، د مسلمانانو تر منځ د نفاق او د مسلمانانو د کمزورتيا لامل هم داسي اختلافات وي چي، تل کفارو د مسلمانانو تر منځ له داسي اختلافاتو څخه ډېره ګټه اخسيتې ده او مسلمانان يې کمزوري کړي دي.
زما په فکر ښه خبره خو داده چي لومړى علماء کرام تر خپل منځ داسي اختلافات حل کړي چي، د ټول امت لپاره به ستر خېر سي او عوامو ته په دين کي پوهاوى ورکړل سي او که بيا هم د ځينو علماء کرامو د اعتقاداتو په اړه پوښتنه وسي چي دا فلانى عالم څنګه عقيده لري؟ او دا اختلاف پاته وي او حل نه سي، په هغه وخت کي بايد اختلافاتو ته پاملرنه وسي چي، ايا دغه اختلافات د عقيدې پر بيناد دي او که د نظريې؟ دغه اختلافات چي د دې کتاب د ليکلو لامل سول نظري اختلافات خو نه دي ځکه چي، نظري اختلافات خو د ژوند په مسائيلو کي د انسانانو ترمنځ طبعي دي او که دا اختلافات عقيدوي وي، هم بايد په ښه اصلاحي طريقه او قناعت ورکونکي د لا ئيلو سره حل کړل سي او که خداي جل جلاله مه کړه دا اختلافات همداسي ناحله پاته سي نتيجه يې ورو ورو د مسلمانانو تر منځ د نفاق، بدبختۍ، بې باورۍ، يو بل ته په سپکه کتل، يو بل ته سپک ويل، د مسلمانانو د کمزورى او داسي نورو زيانونو لامل ګرځي لکه اوس هم چي مسلمانان له دې امله کړيږي. راځئ په ټولو ووايو چي........
له کتاب څخه

په خورا درنښت
الهدایة خپرندویه اداره
↓ Read more
زما عقیده screen 1 زما عقیده screen 2 زما عقیده screen 3 زما عقیده screen 4 زما عقیده screen 5