غربي تمدن Gharbi Tamadon icon

غربي تمدن Gharbi Tamadon

★★★★★
★★★★★
(0.00/5)

1.0Free7 years ago

Download غربي تمدن Gharbi Tamadon APK latest version Free for Android

Version 1.0
Update
Size 7.06 MB (7,406,323 bytes)
Developer other
Category Apps, Books & Reference
Package Name com.Hedayat.GharbeTamadon.SMW
OS 2.1 and up

غربي تمدن Gharbi Tamadon APPLICATION description

(( غربي تمدن ))
غربي تمدن څرنګه منځ ته راغی، د کلیسا د ظالمانه نظام په مقابل کی د راولاړو شوو خوځښتونو، او د کلیسا او ساینس ترمنځ کشمکش ددی تمدن په راټوکیدلو کی څه رول درلود؟

پکار خو دا وه چی د علم او ساینس دا تصادم د کلیسایی ظالمانه نظام په مقابل کی منحصر پاتی وی، مګر له بده مرغه دا نوی تمدن د مطلق دین په مقابل کی ودرول شو، چی په دی کی اسلام هم شامل دی، سره له دی چی د اسلام او کلیسایی نظام ترمنځ بنسټیزو توپیرونو وجود درلود، د مطلق دین سره د تصادم له امله غربي تمدن په مطلق الحادي بنسټونو ودرول شو، مګر سره له دی د اسلامي نړۍ ډیر وګړي دی حقیقت ته د متوجه کیدلو پرته د ژوند په بیلا بیلو اړخونو کی ددی تمدن تراغیزی لاندی راغلل، او دا یی د اسلامي نړۍ د پرمختګ لپاره د رول ماډل په حیث قبول کړ، ایا د الحاد په بنسټ ولاړ یو تمدن د اسلامي امت لپاره رول ماډل کیدلی. شي؟ که دا درست نه وي نو ددی تمدن سره درست تعامل څه دی؟ دا په پایلیزه کی څیړل شوي دي.
اصلاح انلاین

د کتاب سرلیکونه دي:

لومړی: اروپا او د کلیسا محرف دین
د حضرت عیسی علیه السلام بعثت او اصلي دین
لومړی: د پخوانیو ادیانو او فلسفو اغېزی
د پولس دین د حضرت عیسی علیه السلام د راوړي دین ځای ونیوه
د تحریف دویم لامل: په مسیحیت کې د رومانیانو شمولیت
همدا مسیحیت په اروپا کې خپور شوGharbiTamadon
دیني استبداد
سیاسي استبداد
د کلیسا د مشرانو د قول او فعل تضاد
فکري او علمي استبداد
د کلیسا د استبداد پر ضد د پاڅون مستقیم لاملونه
لومړی: اروپا ته د اسلامی ثقافت ننوتل:
دویم: صلیبی جنګونه
درېیم: رشدي فلسفه
څلورم: ظلمونه، وژنې او د تفتیش محکمې
لومړی: د رینیسانس (Renaissance) خوځښت
دویم: د دینی اصلاح (Religious reform) خوځښت
درېیم: د علمي فلسفې او کلیسا ترمنځ کشمکش
کوپرنیکي انقلاب
د ساینس پوهانو، فلسفیانو او کلیسا ترمنځ کشمکش
فرانسیس بیکون (۱۵۶۱ـ ۱۶۲۶)
ديکارتی انقلاب (1596- 1650)
کليسايي عقائد له عقل څخه لوړ دي!
(ب ـ پایل (B - Payle) ۱۷۰۶م)
توماس هوبز (۱۵۸۸- ۱۶۷۹م)
جان لاک (J. Locke) ۱۷۰۴م
پیندکت سپینوزا (Spinoza)
اسحاق نیوټن (Sir Isaac Newton)(۱۶۴۲- ۱۷۲۷م)
د ډارون (Charles Robert Darwin) (۱۸۰۹- ۱۸۸۲) نظریه او د هغې پایلې
په اتلسمه پیړۍ کې د (تنوير) د مرحلې دوهم پیل
د الحاد لومړی پړاو یا (Deism)
دویمه برخه: د مادي مذاهبو تسلط او بشپړ الحاد
د دی مادي فلسفو عقیده او فکر
دا د نوولسمی او شملی پیړیو د ټولو فلسفی مدارسو نظر دی
د غربی تمدن لرلید (جهان بیني)
لومړی: د اله (خدای) په اړه د غربي تمدن لرلید
د الله په اړه مادي وحدة الوجودي تصور
ج ـ د الله په اړه د طبیعي دین (Deism)عقیده
د ـ د الله تعالی په اړه مطلق الحادي عقیده
د الوهیت په اړه د غربي تصور لنډیز
دوهم: د طبیعت او مادي دنیا په اړه د غربي تمدن عقیده
د انسان په باب د غربي تمدن تصور او عقیده
نوی هیومانیزم څه ته وايي؟
د هیومانستي فلسفې معرفتي نظریه
د خلقت په باب د هیومانیزم عقیده
د هیومانیزم اخلاقی تصور او فلسفه

د کتاب په پای کې ډاکټر صیب د غربي تمدن نچوړ داسې لیکي: « په تیرو صفحاتو کې مو دا ولیدل چې څرنګه د حضرت عیسی علیه السلام راوړی دین د تحریف سره مخ، او بیا څرنګه همدا تحريف شوی دین د اروپا په لر او بر کې خپور شو، وروسته بیا څرنګه او د کومو اسبابو له امله د علم (ساینس) سره په ټکر کې واقع شو، او بیا ورو ورو څرنګه دا تمدن د الحاد په لور ولاړ، چې لومړی پړاو یې د طبیعي دین یا (ربوبیت) وه چې د (Deism) په نوم یې شهرت درلود، او بیا په دوهم پړاو کې د بشپړ الحاد منزل ته ورسید، په دې منزل کې چې اوس پکې د غرب تمدن قرار لري د الحاد یو بشپړ مظهر دی چې کله ورته شامل سیکولريزم ويل کیږي او کله د لیبرالیزم په نوم یادیږي، په حقیقت کې د غربي تمدن بشپړ نړیوال لرلید، جهان بیني او عقیده په هغه الحادي اصولو او متعقداتو ولاړه ده چې موږ د لاندې موضوعاتو په ضمن کې هغه په تفصیل سره یاد کړل:
1. د الله تعالی په باب د غربي تمدن تصورات او معتقدات
2. د طبیعت او مادي وجود په باب د غربي تمدن افکار
3. د انسان په باب د غربي تمدن فکر او عقیده»

د کتاب وروستي سرلیک کې لیکوال څو مهمو ټکو ته اشاره کوي:
[email protected]

↓ Read more
غربي تمدن Gharbi Tamadon screen 1 غربي تمدن Gharbi Tamadon screen 2 غربي تمدن Gharbi Tamadon screen 3 غربي تمدن Gharbi Tamadon screen 4 غربي تمدن Gharbi Tamadon screen 5 غربي تمدن Gharbi Tamadon screen 6 غربي تمدن Gharbi Tamadon screen 7 غربي تمدن Gharbi Tamadon screen 8