فکري پوهاوی (فکري درسونه) icon

فکري پوهاوی (فکري درسونه)

★★★★★
★★★★★
(5.00/5)

v1.0Free6 years ago

Download فکري پوهاوی (فکري درسونه) APK latest version Free for Android

Version v1.0
Update
Size 89.20 MB (93,533,523 bytes)
Developer other
Category Apps, Education
Package Name af.hedayat.smw.hamad1
OS 2.3.3 and up

فکري پوهاوی (فکري درسونه) APPLICATION description

د ( فکري درسونه) اپلکیشن چې د (فکري پوهنه) او (یرغل پر وړاندي) کتابونو د محترم لیکوال د فکري درسونو د تقریرونو مجموعه ده، د اسلامي فکر تحلیلات او د معاصرو جعلي افکارو په اړه د فکري پوهاوي علمي څیړنه ده.
محترم استاد د با احساسه لیکوالانو، د پوهنتون د محصلینو او استادانو، د مدارسو د طالبانو، د مکتب د معلمینو او شاګردانو تر مینځ د فکري سمون په خاطر پر یو لړ فکري موضوعاتو مسلسل درسونه او سمینارونه لرلي چې ددې تقاریر ضبط شوي شکل ته یې ډیرو کمو خلکو لاسرسی درلود.
ددې درسونو د ضروري والي او اهمیت له امله او ددې په خاطر چې عاماً ټول لاسرسی ورته ولري، د الهدایة خپرندوی مرکز او اداره یې د درسونو یوه برخه د ( فکري پوهاوي) په نوم د خپل مؤمن ولس په خدمت کې وړاندي کوي.
دا درسونه پر دوو افغان ژبو ( پښتو او دري) ویل شوي چې د موضوعاتو عمومي محتوا یې د اسلامي فکر پر چوړولو او د معاصرو پردیو افکارو پر بربنډولو او د هغو سره د مقابلې او ځان ساتلو پر لارو چارو را څرخي.
د درسونو د څلورو برخو اپلکیشنونه تر کار لاندي دي، لومړی برخه یې همدا ( فکري پوهاوی) او درې نوري برخي به یې د ( اسلام پوهنه، پردي اندونه، فرهنګي یرغلونه) په نوم به هم په مسلسل ډول نشر ته وسپارل شي. نوري برخي به یې په نژدې راتلونکي کې په سلسله وار ډول افغان ولس وړاندي شي.
لومړۍ برخه یې چې ( فکري پوهاوی) نومیږي، په ډیر روښانه او ښکلي ډول ډیزاین شوی دی. ددې برخي درسونه ۵ حصې دي چې شاوخوا ۱۳ ساعته کیږي او ټول ورن یې تقریبا ۹۰ ایم بي دی. د اپلکیشن د ټولو برخو زیاتره درسونه په لوړ کیفیت ثبت شوي، خو د زیات وزن له امله یې په هغه کیفیت په اپلکیشن کې ځایول ناممکن وه. ددې لپاره چې وزن یې کم شي، ټول تقریرونه د ۱۲۸ کیلو بایټه څخه ۱۶ کیلو بایټه ته راکښته شوي چې له امله یې کیفیت هم ورسره څه نا څه کم شو خو دومره هم نه چې خپل اصلیت له لاسه ورکړي.
د اپلکیشن د پنځو حصو څخه هره یوه یې لنډه توضیح هم لري.
د اپلکیشن عمومي نوم ( فکري درسونه) دی چې په همدې نوم یې په ګوګل سټور او نورو ځایونو کې پیدا کولای شئ.
د یادوني وړ ده چې ددې اپلکیشن د ټولو امتیازاتو او مسؤولیتنونو خاوند د الهدایة ازاده خپرندویه اداره ده، اداره د ټول مؤمن ولس څخه غوښتنه کوي تر څو ددې تقریرونو د اپلکیشن شکل تر نورو مسلمانو وروڼو پوري هم ورسوي، تر څو یې په دې ډول د اشغال او یرغل پر وړاندي مقابله کې څه نا څه برخه اخیستې وي.
نوموړی اپلکیشن به پر ګوګل سټور او د خپروندويي ادارې او نورو مشهورو ادارو پر ټلګرام چاینولو باندي نشریږي چې د تر لاسه کولو او کښته کولو لینکونه یې لاندي دي.
عبدالله مخبر
↓ Read more
فکري پوهاوی (فکري درسونه) screen 1 فکري پوهاوی (فکري درسونه) screen 2 فکري پوهاوی (فکري درسونه) screen 3 فکري پوهاوی (فکري درسونه) screen 4 فکري پوهاوی (فکري درسونه) screen 5 فکري پوهاوی (فکري درسونه) screen 6 فکري پوهاوی (فکري درسونه) screen 7 فکري پوهاوی (فکري درسونه) screen 8