په اسلام کې دراز ساتنې اهميت icon

په اسلام کې دراز ساتنې اهميت

★★★★★
★★★★★
(1.00/5)

1.0Free7 years ago

Download په اسلام کې دراز ساتنې اهميت APK latest version Free for Android

Version 1.0
Update
Size 46.07 MB (48,305,391 bytes)
Developer other
Category Apps, Books & Reference
Package Name com.HEDAYAT.RazSatana.SMW
OS 2.1 and up

په اسلام کې دراز ساتنې اهميت APPLICATION description

د کتاب وزن ۴۶ ایم بي ځکه ده چي نه مو غوښتل وزن یې ورکم او کیفیت یې خراب شي
ځکه په ډیرو ښایسته فونټونو لیکل شوی او په ډیرو ښایسته رنګونو سره ښایسته شویده ! (هدایت)
---------------------------------------------------------------------------------------------------------
له کتاب څخه !
داسلام په هرحكم كې دانسانانولپاره ډيرې فايدې اوښيګڼې وي،چې ددې په رعايت كولوسره انسان خپل مقصود ته په سهولت او اطمنان سره رسيداى شي اوهمدارنګه د دواړو جهانونو سعادت يې هم په برخه شي، په نه رعايت كولو سره د دې ټولو فايدو څخه محروم شي او په دنيا كې د شقاوت او په ټولنه كې د ډيرو مشكلاتو سره مخامخ شي .
داسلام دحكمونو څخه يوحكم دمجلس د آدابولحاظ كول او دمجلس د رازونو ساتنه او نه ښكاره كول دي .
نبي كريم  د مجالسو دارو مدار په امانت ګرځولى دى او هغه ټول رازونه چې په هغې كې په ګناه او د مسلمان په حق تلفۍ فيصله نه وي شوې د مجلس د شركاو سره امانت ګرځولى او بې د فيصلې د مجلس نه د مجلس رازونه ښكاره كول د امانت سره خيانت دى .
نن سبامسلمانان د مجلس د رازونو د تحفظ او ساتنې اهتمام نه كوي عام مسلمانان خو عوام دي او علم نه لري ډيره عجيبه خو داده چې دا مرض په اهل علمو كې يې حده زيات دى او ډير علماء په دې مرض مبتلا دي .
سره ددينه چې د اسلامي شريعت د حكم څخه هم پوره خبر دي .
په او سنيوحالاتـو كې د ټولې د نيا اهل عـلـم عـمـومـاً او د افغانستان اهل علم خصوصاًدباطل مقابلې سره مخ دي او دډير ونازكواوحساسوشرايطو نه تيريږي .
مقابل جانب ډير بيدار او متوجه دى .
نو په اوسني شرايطو كې داهل علمو لپاره دراز ساتنه ډيره اهمه خبره ده . د راز دساتنې څخه پرته نه خو ددښمن سره مقابله كولاى شي، نه په مقابله کې كاميابيداى شي، نه اوسني شرايطوته مثبت جواب ويلاى شي ان تر دې چې دخپل ژوندون تحفظ هم نشي كولاى . دراز ساتنه او ښکاره کول مختلف جهتونه لري: انساني جهت، اجتماعي جهت، اقتصادي جهت، طبي جهت اوفوځي جهت. دراز ښکاره کول دانسان په ژوند کې يواځې د خيانت يو قسم نه دى بلکې ددې نه لازيات نقصانات لري دراز ښکاره کول داسې يو خطرناک جرم دى چې دانسان ازادۍ اوددولت نظام اوسلامتياته نقصان رسوي . ددې وجې نه په اوسني وخت کې داموضوع يواځې اخلاقي نه بلکه تشريعي موضوع ګرځيدلې ده . لهذا دامې مناسب وګڼله چې زه په دې موضوع يوه مختصره رساله وليكم چې د علماو لپاره د تذكير سبب و ګرځي اوعام مسلمانان ترې فائده واخلي. دمحدثينو، مفسرينو، د مسلمانو سياسي پوهانو او عادلانو حاكمانو ويناګانې مو په دې رساله كې رانقل كړي دي .
ددې رسالې لپاره مونوم كيښود: (( په اسلام کې درازدساتنې اهميت ))
(( حفظ الأَسرار وإفشاؤها في الشريعة الإسلامية )) . (١)
الله تعالى دې قبو له كړي او الله تعالى دې د خواصو او عوامو د فائدې او اصلاح ذريعه وګرځوي .

په دريو حالتونوكې د انسان نه راز ډېر افشاء كيږي :
دانسان بعضې حالتونه داسې دي، چې په هغې كې د يو انسان څخه دراز اظهاردنورو حالتونوپه نسبت ډيركيږي .
امام اصفهاني ليكلي دي :
( قيل: أكثرمايستـنـزل الإنسان عن سرّه في ثلاثة مواضع:عندالإضطجاع على فراشه، وعندخلوته بعِرسه ، وفي حال سكره ) .(1)
چاويلي دي: چې ديوانسان نه عموماًپه دريو(3) حالاتوكې رازډيرښكاره كيږي :
اول: دا چې په خپل فرش يې ډډه وهلې وي . دوهم: هغه وخت،چې دخپلې ښځې(زنانه)سره يواځې ناست وي. دريم: هغه وخت چې د نيشې په حال كې وي .
يحى بن خالد وايي :
الرجل ينبىء عن نفسه في ثلاثة مواضع: إذا اضطجع على فراشه، وإذا خلا بعرسه، وإذا استوى على سرجه .وقيل: إذا أردت أن تنـزل الرجل عن سره فتوصل إليه في حال سكره، فالسڪر يظهر سره المكتوم . (2)
سړى په درى ځايونوکې د خپل ځان حال پټ نه شي ساتلى :
١- کله، چې په خپله بستره ډډه ولږوي او څملي .
٢- او کله، چې د خپلې ناوې سره ځانته شي .
٣- او کله، چې په خپله سورلۍ سپور شي .
پوهان وايي کله، چې غواړى د يو سړى راز ځانته معلوم کړې، نو د نشې په حالت کې د هغه څخه پوښتنه وکړه، ځکه نشه د هغه ټول پټ رازونه راسپړي .
.................................
هغه حالات چې د راز افشاکول په کې روا ګڼل کيږي :
په اسلامي شريعت کې د راز پټول اصل ګڼل کيږي، چې څوک د دې اصل څخه مخالفت کوي، هغه د سزا مستحق شميرل کيږي، خو ځينې حالات د دې قاعدې او اصل څخه مستثنى دي، چې په نوموړي حالاتو کې د راز افشاکول يا خو لا زم او واجب وي او يا لږ تر لږه رواګڼل کيږي، چې د جرم اطلاق پرې نه کيږي او هغه داسې اسباب دي، چې د افشا د فعل څخه جنايي صفت لرې کوي ابن بطال  وايي :
فإن أظهره الله أو أظهره صا.........
آمـيـن يـارب الـعـالـمـين
فـــقــيرعبد الـبـاقي " حقاني "
[email protected]

↓ Read more
په اسلام کې دراز ساتنې اهميت screen 1 په اسلام کې دراز ساتنې اهميت screen 2 په اسلام کې دراز ساتنې اهميت screen 3 په اسلام کې دراز ساتنې اهميت screen 4 په اسلام کې دراز ساتنې اهميت screen 5 په اسلام کې دراز ساتنې اهميت screen 6 په اسلام کې دراز ساتنې اهميت screen 7 په اسلام کې دراز ساتنې اهميت screen 8