VOA Deewa Pashto | د امریکا غږ ډېوه icon

VOA Deewa Pashto | د امریکا غږ ډېوه

★★★★★
★★★★★
(0.00/5)

1.0Free3 years ago

Download VOA Deewa Pashto | د امریکا غږ ډېوه APK latest version Free for Android

Version 1.0
Update
Size 16.04 MB (16,821,991 bytes)
Developer The App Developers
Category Apps, News & Magazines
Package Name com.voa.deeva.pashto
OS

VOA Deewa Pashto | د امریکا غږ ډېوه APPLICATION description

د وي او اې ډېوه راډیو رسمي اپلکېشن ښکته او له دوستانو سره یې شریک کړئ.
logo
LIVE
خبرونه
زمونږ په اړه
وي او اې د امریکې تر ټولو لوی نړېوال ملټي میډیا خبري تنظیم دی چې په څه باندې ۴٥ ژبو، هغو کسانو ته چې آزادو مطبوعاتو ته یې لاس رسی نشته یا کم دی، معلومات برابروي.

وي او اې، چې په کال ١٩۴٢ کې جوړه شوه، دې ته ژمنه ده چې په هراړخیزه او خپلواکه توگه رپوټونه چمتو کړي او خپلو لوستونکو، اورېدونکو، یا لیدونکو ته حقیقتونه بیان کړي. وي او اې چې (د امریکا غږ) د نړېوالې میډیا دپاره د امریکې د ادارې یا یو اېس ایجنسي فار گلوبل میډیا یوه برخه ده، د امریکې د ټیکس ورکوونکو په پیسو چلیږي.

د وي او اې ماموریت او په صحافتي چارو کې خپلواکي په قوانینو کې تضمین شوي چې د حکومتي چارواکو یا سیاستمدارانو د اثر رسوخ، فشار، یا انتقام په وړاندې د وي او اې د خبریالانو تحفظ کوي.

په ١٩٧٦ کال کې صدر جېرالډ آر. فورډ د وي او اې منشور لاسلیک کړ، چې په کې راغلي:

١ـ وي او اې به د خبرونو د یو همیشني ډاډمن او معتبرې سرچینې په توگه کار کوي. د وي او اې خبرونه به دقیق، بې طرفه، او هر اړخیز وي.

٢ـ وي او اې به د امریکا استازیتوب کوي، نه دا چې د امریکایي ټولنې د کومې واحدې برخې؛ او له دې مخې به، وي او اې د لوړ امریکایي خیال او بنسټونو یو انډول او هراړخیز تصویر وړاندې کوي.

٣ـ وي او اې به د امریکا پالیسۍ په واضحه او اغېزمنه توگه بیانوي، او همدا شان به پر دغو پالیسو باندې بامسئولیته بحثونه او نظریات هم وړاندې کوي.

په ١٩٩۴ کې، د امریکې کانگرېس د امریکې د نړېوالو خپرونو قانون پاس کړ. دا قانون همدا راز لازم گرځوي چې د وي او اې د جرنالیسټانو کار به معتبره، کره، بې پرې یا بې طرفه، هر اړخیز، په انډول برابر، او د امریکا د کلچر او معاشرتي رنگارنگۍ تصویر ورکوونکی وي.

په ٢٠١٦ کې، کانگرېس یو ځل بیا د قامي دفاع د اختیاراتو قانون کې دا پخلی وکړ چې د خبرونو د راغونډولو او د رپورټ ورکولو کارونه باید همداسې خپلواکه او بې پرې پاته شي.

د وي او اې جرنالیسټان هره ورځ سخت کار کوي چې نړۍ ته د آزادو مطبوعاتو د اساساتو بېلگې وښیي.

وي او اې

د مېډیا ازادي ارزښت لري.
↓ Read more
VOA Deewa Pashto | د امریکا غږ ډېوه screen 1 VOA Deewa Pashto | د امریکا غږ ډېوه screen 2 VOA Deewa Pashto | د امریکا غږ ډېوه screen 3 VOA Deewa Pashto | د امریکا غږ ډېوه screen 4 VOA Deewa Pashto | د امریکا غږ ډېوه screen 5 VOA Deewa Pashto | د امریکا غږ ډېوه screen 6