د موسیقي په روا کوونکې رد icon

د موسیقي په روا کوونکې رد

★★★★★
★★★★★
(5.00/5)

v1.0Free6 years ago

Download د موسیقي په روا کوونکې رد APK latest version Free for Android

Version v1.0
Update
Size 3.50 MB (3,671,650 bytes)
Developer other
Category Apps, Books & Reference
Package Name af.hedayat.museqee
OS 2.3.3 and up

د موسیقي په روا کوونکې رد APPLICATION description

د موسيقي په روا کوونکې رد
مفتي محمد شفيع رحمة الله عليه ليکي :
دايوڅرګند حقيقت دي چې دبشريت موخه دبندګۍ اولمانځني لپاره ګرځول سوي ده ځکه څښتن تعالي ج) فرمايي :
وما خلقت الجن والانس الاليعبدون .
ژباړه : ما ندي پيداکړي پيريانان اوانسانان مګرددې لپاره چې عبادت وکړي .
کله چې دانسانانو پيدايښت دعبادت لپاره سو نوهرشي چې دعبادت مخه نيسي اودخپل ريښتيني څښتن تعالي ج) څخه يې ليري کوي ښکاره خبره ده چې هغه شي حرام دي .
موسيقي هغه شي ده چې انسان په لنډمهالي اومجازي خوندونو بوخت ساتي اودعبادت څخه يې غافله ساتي ځکه طبعي خبره ده چې انساني ټولي کړني انساني فکر اداره کوي اوفکر يوداسي شي دي چې کله په يوشي بوخت سي نو ددويم شي داداره کولو جوګه ندي ځکه دپيژندني محقيقينو ( څيړونکو ) ويلي دي : ذهن يوبسيط ( مفرد ) شي دي امتياز ( توپير ) ددووشيانوپه يوه ان کې نسي کولاي نوکله چې فکر په مجازي لذت( خوند ) اخته سي کله به بيا دالله (( ج) اودهغه ددين مينه ورسره پاته سي دپورتني خبري ښه ثبوت درسول الله ( ص ) په زمانه کې دشتمن مشرک ( نضربن حارث )کړني دي چې نوموړي دهغه کسانو لپاره څو سندري ويونکي وينځياني رانيولي وي هغوته به چې رسول الله ( ص ) دعوت ورکړي وو اوداسلام سره به يې مينه پيداسوي وه نضربن حارث داسي کسان بيول ميلمستيا به يې ورکول وروسته به يې په دغووينځيانو باندي سندري اوموسيقي ورته اورول ترڅودوي ددين څخه غافله کړي اوددې ناوړي لارې سره يې مينه زياته سي بيابه يې ورته وويل : دمحمد( ص ) دعوت اودين لذت (خوند) لري اوکه داموسيقي اوسندري ؟ ، وروسته الله (( ج) داايات نازل کړي: ومن الناس من يشتري لهوالحديث ، الاية .
روح المعاني ، جلد ( ۲۱) صفحه ( ۲۷) الکشاف ، جلد دوهم صفحه ( ۴۹)
نومعلومه سوه چې دډيرپخوا څخه لامعلومه وه چې دموسيقي انسان ددين څخه غافل ګرځوي نو له همدي امله دموسيقي الاتو ته په عربي ژبه کې ( ملاهي ) يعني غلونکي اوغافل کونکي وايې يا په بل عبارت په عربي ژبه کې نغمي ( موسيقي ) ته لحن وايې لحن معني غلطي چې څوک ديوه حالت څخه بل حالت ته غلطوي. حاصل داچې دموسيقي يوه ناوړه پايله داده چې څوک موسيقي اوري ددين څخه به غافله وي .
دوهم داچې موسيقي اوريدل دنفاق اورشيندي ددې خبري دسپيناوي په موخه رسول الله ( ص ) فرمايې : الغناء ينبت النفاق في القلب کما ينبت الماء البقل .
بهيقي جلد لسم صفحه ( ۲۲۳ )
ژباړه : سندري په زړه کې داسي نفاق شين کوي لکه اوبه چې واښه شنه کوي .
دموسيقي په اوريدلوكى دغفلت اونفاق ترڅنګ نوربد اثرات هم نغښتي دي لکه اقتصادي ضعف ، قحطي اوداسي نور داچې ولي اوڅنګه ....

ډآون لوډ
د ډاونلوډ لپاره په ګوګل سټور کې وليکئ (د مويسيقي په روا کوونکې رد)
او يا هم د لاندې ليکونو څخه په استفاده اپليکېشن انسټال کړئ
ګوګل سټور:
فېسبوک ډله (ګروپ) : www.facebook.com/groups/Hedayatapp
ټيليګرام چينل : Telegram.me/HedayatApp
نوټ : له فېسبوک ګروپ څخه تنها د فېسبوک په انټرنيټ هم داونلوډ کولاي شئ
او همدا شان دغه اپليکېشن هره برخه جدا، جدا کاپي او په ټولنيزو شبکو نشرولاي شئ
په خورا درنښت
الهداية خپرندويه اداره
↓ Read more
د موسیقي په روا کوونکې رد screen 1 د موسیقي په روا کوونکې رد screen 2 د موسیقي په روا کوونکې رد screen 3 د موسیقي په روا کوونکې رد screen 4 د موسیقي په روا کوونکې رد screen 5