د نړۍ پای icon

د نړۍ پای

★★★★★
★★★★★
(0.00/5)

1.0Free6 years ago

Download د نړۍ پای APK latest version Free for Android

Version 1.0
Update
Size 14.88 MB (15,607,609 bytes)
Developer other
Category Apps, Books & Reference
Package Name com.Hedayat.DaNaraiPai.SMW
OS 2.1 and up

د نړۍ پای APPLICATION description

بسم الله الرحمن الرحیم
دمصنف مقدمه
الحمد لله رب العملين، والصلوة والسلام علی سيد الانبياء والمرسلين، نبينا محمد وعلی آله وصحبه اجمعين، افضل الصلوة وازکی التسليم، اما بعد:
په موجوده عصر کې وچ او لامده ټول سره ګډ وډ دي او نوبت تر دې رسيدلای چې په کتابونو او انټر نيټ باندې محض وهم، ګمان او له اندازې څخه د مستقبل هغه واقعات بيانيږي د کومو بنياد چې په هغو آيتونو او حديثونو باندې دی، په کومو کې چې د مستقبل هغو واقعاتو ته اشاره شوې کوم چې له قيامت سره تعلق لري.
څومره چې د اسلام او اسلامي ملت په مشکلاتو کې زياتوالی راځي، په هماغه انداز خلک له همدې نا خوښو حالاتو څخه د وتلو ليارې لټوي، کله د ظهور مهدي خبرې اوريدل کيږي، کله د يهودو او نصاری ؤ په مقابل کې د هغه لوی جنګ خبرې کيږي د کوم ذکر چې په احاديثو کې راغلی او کله داسې خبرې کيږي چې په مشرق يا مغرب کې يو شمير خلک په زمکه کې غرق شوي او وغيره.
يو څه موده د مخه اتفاقي يوه افريقايي هيواد ته ولاړم نو ما وليدل چې هلته يو سړی را ښکاره شوی کوم چې دعوه کړې وه چې دی مسيح عيسی ابن مريم علیه السلام دی او له اسمان څخه را نازل شوی.
ما په هغو حالاتو کې ضرور دا سوچ وکړ چې د قيامت د نښانو سم تعبير او تشريح وشي او خلک د هغه له رښتونې معنا او مفهوم څخه خبر کړل شي، ستاسو سترګو ته غوړيدلی کتاب په همدې منظور وړاندې کيږي.
زه د هغو حضراتو شکريه اداء کول ضروري ګڼم کومو چې دا کتاب چاپ ته له تلو د مخه په پوره توجه سره مطالعه کړ او په خپلو قيمتي ملاحضاتو او رايو سره يې ونازا وه، د همدغو حضراتو علماء کرامو په سر کې ډاکټر سلمان بن فهد العوده، شيخ ډاکټر عبد العزيز آل عبد الطيف، محدث عصر عبد العزيز الطريفي حفظه الله او ځينې نور شامل دي، د دې ټولو شخصياتو له ما سره شفقت او نيکه تګلاره د هيريدو نه ده، زه د الله تعالی په دربار کې دعا کوم چې دا کتاب د نفع باعث وګرځوي، خالص د خپلې رضا لپاره يې قبول کړي او يو داسې نفع بخش علم يې وګرځوي کوم چې په ورځ د قيامت زما په حق کې ګواهي ورکړي - آمين
دکتور محمد بن عبد الرحمن العريفي
استاذ عقيده ومعاصر اديان ومذاهب ملک سعود يونيورسټي، رياض
رکن اعلی کميټي برای اسلامي ذرائع ابلاغ
محرم ۱۴۳۱ هجري ۲۰۱۰ ميلادي
دمترجم مقدمه
الحمد لله رب العلمين، والعاقبة للمتقين والصلوة والسلام علی خير خلقه محمد وعلی آله واصحابه اجمعين.
وبعد : يقينا په انسان باندې هر رنګه راتلونکي حالات د لوی متعال خدای جل جلاله له لوري يو امتحان او ازمايښت دی، کله غم کله خوشحالي، کله راحت کله تنګي، کله غربت کله شتمني، دا ټول يواځې د دې لپاره وي تر څو انسان وازمويل شي چې څه کوي، آيا په غم کې صبر او په خوشحالي کې شکر وباسي او که نه؟ آيا په راحت او تنګي يو رنګه دی؟ آيا کله چې شتمن شي، دولت يې زيات شي نو له اسلام سره يې مينه او علاقه زياتيږي او که نه؟ دا يو سخت امتحان دی : دومره سخت چې ډير کم شمير خلک په دې امتحان کې کاميابيږي او وروسته په سپين مخ د خدای جل جلاله حضور ته ورځي، الله تعالی جل جلاله دې مونږ ټولو ته بری را په برخه کړي آمين.
لکه څرنګه چې د کتاب ليکل او ژباړل له صدقې جاريه څخه حسابيږي همدا ډول د کتاب چاپول هم د صدقې جاريه يوه برخه تشکيلوي او چاپ کونکي ته يې پس له مرګه هم اجرونه او ثوابونه رسيږي، له محترمو حاجي صاحبانو هر يو محترم حاجي صاحب علي احمد د مرحوم حاجي صاحب حضرت ګل رحمه الله ځوی او محترم حاجي صاحب دين ولي خان د حاجي جلک خان ځدراڼ ځوی څخه يو جهان مننه کوم چې د دې کتاب لګښت يې په غاړه واخيست، الله تعالی دې د دوی دا قيمتي او تاريخي خدمت په خپل دربار کې ورته قبول او منظور کړي او الله تعالی دې له دوی څخه د داسې عام المنفعة کارونو سلسله زر تر زره نه پرې کوي.
آمين يارب العلمين
مولوي نجم الرحمن فضلي (پکتياوال)
↓ Read more
د نړۍ پای screen 1 د نړۍ پای screen 2 د نړۍ پای screen 3 د نړۍ پای screen 4 د نړۍ پای screen 5