د کهف سورت icon

د کهف سورت

★★★★★
★★★★★
(5.00/5)

v1.0Free6 years ago

Download د کهف سورت APK latest version Free for Android

Version v1.0
Update
Size 3.92 MB (4,107,480 bytes)
Developer other
Category Apps, Books & Reference
Package Name af.hedayat.kahf
OS 2.3.3 and up

د کهف سورت APPLICATION description

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی أشرف الأنبیاء والمرسلین سیدنا محمد وعلی اله وصحبه آجمعین، و بعد:
مخکې له دې چې د کهف سورت په تشریح باندې پیل وکړو لمړۍ د کهف سورت د تلاوت فضیلتونه ذکر کوو چې په احادیثو سره ثابت دي:
اول: وعن ابی سعید الخدري رضی الله عنه ان النبي صلی الله علیه وسلم قال: من قرا سورة الکهف في یوم الجمعة اضاء له من النور ما بین الجمعتین.
سنن الکبراللبیهقي، ۳ جلد، ۲۴۹ صفحه.
ژباړه: د سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چا چې د کهف سورة د جمعې په ورځ تلاوت کړه، ددواړو جمعو ترمنځ ورځې به یې الله پاک له نور څخه ډکې کړي.
دوهم: وعن ابن عمر رضی الله عنه ان النبي صلی الله علیه وسلم قال: من قرا سورة الکهف في یوم الجمعة سطع له نور من تحت قدمه الی عنان السماء یضيء له یوم القیامة وغفر له ما بین الجمعتین.
کنزالعمال، ۱ جلد، ۳۵۲ صفحه.
ژباړه: عبدالله بن عمر رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چا چې د جمعې په ورځ د کهف سورة ولوسته، الله تعالی به د قیامت تر ورځې د هغه دپښو لاندې نور وغوړوي چې شغلې به یې داسمان تر کنارو رسیږي او ددواړو جمعو ترمنځ يې چې څومره ګناهونه کړي وي الله تعالی به یې ورته معاف کړي.
دکهف سورت مکي دی؛ پرته له (۲۸) آيت څخه او له (۸۳) تر (۱۰۱) آیتونو ورې چې دا مدني دي. يو سلو لس(۱۱۰) آيتونه او دوولس رکوع لري. په تلاوت کې آتلسم (۱۸)؛ او نزول کې نهه شپېتم (۶۹) سورت دی؛ او وروسته له [الغاشية]
سورت څخه نازل شوی دی.
پدې سورت کې الله (جل جلا له) څو واقعات جناب رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته بيانوي؛ يهوديانو دقريشو مشرکانو ته مشوره ورکړه چه د محمد صلی الله علیه وسلم څخه د آزموينې او امتحان په ډول دغه درې پوښتنې او سوالونه وکړئ:
۱: روح څه شئ دی؟.
۲: د آصحاب الکهف واقعه څه ده؟.
۳: د ذوالقرنين واقعه څه ده؟.
دا درې پووښتنې له جناب رسول الله (ص) څخه د يهوديانو په مشوره د مکې مشرکانو وکړې تر څو د رسول الله (ص) امتحان او آموينه واخلي. ددوی لپاره په خاص ډول د آصحاب الکهف واقعه د ډېرعجیب توب له کبله خاص آهميت درلود. کله چې دوی دا پووښتنې وکړې نو رسول الله (ص) دوی ته وويل سباته به جوابات درکړم دې وخت کې تصادفآ د رسول الله (ص) څخه د (ان شاءالله ) لوستل هېر شول او دوی ته يې وويل: چې سبا به درته جوابات درکړم ځکه رسول الله (ص) مطمئن ؤ چې الله (ج) وحي نازلوي خو سبا چې مشرکان راغلل نو وحي لا نه وه نازله شوي تر پنځلسو ورځو پورې وحي نازله نه شوه، او مشرکانو مسخرې کولې او جناب رسول الله (ص) ډېر پرېشان ؤ خو له پنخلسو ورځو وروسته وحي نازله شوه او ددوی جوابات او هغه واقعې الله (جل جلاله) رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته د وحي په ذريعه په قرآن مجيد کې بيان کړې او دا نصیحت هم ورعلاوه شو چې د هر کار وړاندې بايد (ان شا‌ءالله) ولوستل شي دا هم يو درس ؤ د مؤمنانو لپاره چې (ان شا‌ءالله) لوستل ضروري او اړين دي. په دې واقعاتو کې نورې بې شماره د عبرت خبرې شته ان شاءالله د واقعې وروسته به یې ولیکو، اوس راځو واقعه ذکر کوو او بيا د سورت الکهف ترجمه او تفسیر ان شاءالله بيانوو.
↓ Read more
د کهف سورت screen 1 د کهف سورت screen 2 د کهف سورت screen 3 د کهف سورت screen 4